ډېر لوستل شوي

په تخار کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ګڼې وسلې او مهمات ترلاسه کړي

۲۱۷ عمري قول‌اردو وايي، چې د تخار په مرکز ښار کې د کشفي، استخباراتي دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ تصفيوي عمليات کړي دي.

يادې قو‌ل‌‌اردو په خپله اېکس پاڼه ويلي، چې د دې پلټنو په ترڅ کې ۱ ميل روسي راکټ له ۷ مرميو سره، د روسي نارنجک ۱۵ مرمۍ، د کلاشنکوف ۲ بکسه مرمۍ، ۲ امريکايي دودي لاسي بمونه، د روسي پيکا  ۴ بکسه مرمۍ او ګڼ شمېر زغروال او غير زغروال تجهيزات ترلاسه شوي دي.

امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې دوی به په هر ډول حالاتو کې د خپلو هېوادوالو د سر، مال او عزت ساتنه کوي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت امنيتي او دفاعي ځواکونو تل د خپلو هېوادوالو د هوساينې په موخه شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او په ټول افغانستان کې يې امنيټ ټينګ ساتلی دی.

اړوند خبرونه