ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: د امارتي ادارو د معاشونو ورکړه سبا پیلیږي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د امارتي ادارو معاشونه به سبا (شنبه، د سلواغې ۲۰مه) ورکړل شي.

ښاغلي مجاهد په خپل ایکس پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د معاشونو د منظمې ورکړې لپاره، به په لومړۍ ورځ د بهرنيو چارو، حج او اوقافو، کډوالو او راستنېدونکو، صنعت او سوداګرۍ، ملي دفاع، لوړو زده‌کړو، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو معاشونه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په څلورو ورځو کې به د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو معاشونه هم ورکړل شي.

اړوند خبرونه