د غزني امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې د ده يک ولسوالي د کيوان په دښته کې امنيتي ځواکونو نا چاوده توکي له منځه وړي دي.
مسوولين وايي، چې دغه توکي د يادې قومانداني د امنيتي ځواکونو د انجينري مسلکي ټيم له لوري راټول او له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د غزني اړوند ولسوالیو کې نا چاوده توکي له منځه وړي دي.