ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: امریکا ته انتقال شوې الوتکې دې بیرته افغانستان ته را انتقال کړای شي

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت امریکا ته د هغو ۷ الوتکو د لیږد په تړاو اندېښمن دی چې د تیر نظام د ړنګیدو پرمهال ازبکستان ته لیږدول شوې وي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دی او باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړای شي.
په خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، چې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د رالیږد لپاره لاره هواره کړي.

اړوند خبرونه