د خوست د شیخ زاید پوهنتون بېلابېلو برخو کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۵ پروژو چارې پیل شوې.
د یاد پوهنتون د عامه اړيکو او مطبوعاتو یوه مسوول ویلي، چې د محصلینو د عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون په څېړنیز فارم کې د شنو خونو، اوبو رسونې، د څېړنیز فارم ودانۍ، د وترنري علومو د پوهنځي لابراتوار د بیارغونې او د غوښینو چرګانو پالنې لپاره د مناسب ځای د جوړولو پروژې د لوړو زده کړو وزارت په پاملرنې پیل شوي دي. مسوولینو ویلي چې له دې پروژو سره به د زده کړیالانو ته د عملي زده کړو ګڼ فرصتونه چمتو شي.

