د فراه شيخ ابونصر فراهي بندر ته نږدې یوه دښته کې چکر ته د تللو ځوانانو موټر پر يو ماين برابر شوی دی.
د فراه شيخ ابونصر فراهي بندر کمیسار مفتي محمد اسماعیل ذاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دې پېښه کې ۳ ځوانان شهیدان او ۲ نور ټپیان شوي.
د ښاغلي ذاهد په وینا، یاد موټر په شاړه او بدله لاره تګ کاوه چې ددې ماین ښکار شو.