ډېر لوستل شوي

شاوخوا ۲۰۰ ځوانو منسوبینو توپچي زده کړې بشپړې کړې

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۰۲ تنه ځوان منسوبين له ۴ میاشتنیو مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

دې منسوبینو د ډي‌سي توپ، هاوان او نورو برخو کې تیوري او تطبیقي زده کړې ترلاسه کړي.

ددغو منسوبینو فراغتغونډه کې د ملي دفاع وزارت د استخباراتو رییس مولوي نقیب الله جمال، د توپچي ریاست رییس مولوي محمد یعقوب منصور اکه د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب اللهمدني او ګڼ شمېر نورو مسوولینو برخه اخېستې وه.

یادو فارغانو ته د وینا پر مهال مسوولینو ویلي: «توپچي ځواکونه د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري، هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کیږي؛ هڅه وکړئ چې په ياده برخه کې د عصرې تکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ.»

ورته وخت کې نویو فارغو شویو منسوبینو ډاډ ورکړی چې د  زده کړو مهارتونو په مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کوي.

اړوند خبرونه