د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق دې ولایت کې د سلګونه کیلو ګرامو نشه یي توکو د له منځه وړو خبر ورکړی دی.
ښاغلی وثیق زیاتوي چې دغه نشه یي توکي تېرو اته میاشتو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري راټول شوي. دې نشه یي توکو کې د ۳۴۴ لېټره بهرنيو او کورنیو الکولي مشروباتو په ګډون ۲۱۰ کیلو ګرامه چرس، ټابلېټ کا، شیشه او نور شامل دي.
ښاغلي وثیق زیاته کړې چې ددې نشه یي توکو په تړاو ۳۱۰ تنه تورن کسان هم نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.