د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهييزو ګډو زدهکړو د قوماندانۍ له مسلکي زدهکړو څخه د بېلابېلو قولاردوګانو له تعليمي مرکزونو ۱۰۵ تنه استادان فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د تعليماتو او پرسونل مرستيال يادو فارغانو ته په فراغتغونډه کې ويلي: ” خپل اعداد ته متوجې شئ، له دوښمن سره د مقابلې په پار چمتووالی ونیسئ او پروړاندې يې له بېلابېلو تکتيکونو کار واخلئ. “
ياده دې شي، چې په دغو زدهکړو کې فارغو شويو کسانو ته د توپچې، انجنيري، مخابرې او په ګڼ شمېر نورو برخو کې د مسلکي او مجربو استادانو درې مياشتنۍ زدهکړې ورکړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد وزارت نن تر دې وړاندې د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهييزو ګډو زدهکړو له قوماندانۍ څخه د ۲۰۲ تنه ځوانو منسوبينو له فراغت هم خبر ورکړی دی.