له نشهيي توکو سره د پنجشير امنيه قومانداني مسوولينو ۲۲ کيلو ګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.
د يادې قومانداني وياند عابدالله عقاب فاروقي اميد راډيو ته ويلي، چې د دې عملياتو په پايله کې يوتن د نشهيي توکو پلورونکی هم نيول شوی دی.
نوموړی وايي، چې د نيول شوي کس دوسيه به د لومړنيو تحقيقاتو وروسته عدليې ارګانونو ته وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده، چې په ياد ولايت کې تر دې وړاندې هم په ډېره کچه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.