د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غړی او د چارو ادارې مرستيال مولوي سيفالدين تائب په مشرۍ يوه پلاوي لوګر ته سفر کړی دی.
امنيتي او تصفيوي کمېسيون ويلي، چې ياد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د لوګر مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور په مشرۍ د ولايتي امنيتي کمېسيون له غړو سره په امنيتي وضعيت مفصلې خبرې کړې دي.
ياده دې شي، چې د دې سفر په پايله کې د لوګر ولايت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بلل شوی. د امنيتي او تصفيوي کمېسيون په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز زياته کړې، چې د ياد سفر په لړ کې د لوګر ولايت د مجاهدينو ستونزې اورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.