ډېر لوستل شوي

يوې ټرافيکي پېښې د څلورو هېوادوالو ژوند اخېستی

د کابل ـ کندهار په لويه لار د ميدان وردګو ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند په دشت ټوپ زرني سيمه کې يوه ټرافيکې پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور پکې ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو امنيه قوماندانۍ وايي، چې دغه پېښه بيګاه شپه ناوخته د ۵۸۰ مسافر وړونکي او فلانکوچ ترمنځ رامنځته شوې ده.

د يادې قومانداني د مسوولينو په وينا، له پېښې ځای څخه ټپيان د همدې سيمې روغتيایي مرکز ته لېږل شوي دي.

د دې ټرافیکي پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو تر دې وړاندې وروستۍ ورته پېښې د موټر چلوونکو بې‌پامي او د ټرفيکي اصولو نه مراعتول ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه