ډېر لوستل شوي

لوګر کې د استوګنې ۷ ښارګوټي جوړیږي

د لوګر ولایتي مسوولنیو ویلي چې تمه ده، ددې ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د ښار جوړونې وزارت له لوري د استوګنې ۷ ښارګوټي جوړ شي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي وايي، دا ښارګوټي په پل‌علم ښار او ولسوالیو کې په معیاري ډول جوړېږي. صدیقي زیاته کړه، هر ښارګوټی پر ۷۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د یادو ښارګوټو له ډلې د دوه ښارګوټو لپاره ۱۴ سوه جریبه ځمکه هم ځانګړې شوې ده.
ښاغلي صدیقي ویلي چې د پاتې ۵ ښارګوټو د ځمکې د سروې چارې هم پیل شوې دي.

اړوند خبرونه