ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پوليسو ناوړه چلند غندلی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستاني پوليسو له لوري په بلوچستان کې د افغان کډوالو په زور اېستلو او له دوی سره ناوړه چلند غندلی دی.

ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه ناوخته د بلوچستان ایالت په کویټه او کچلاک سیمو کې پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو کورنۍ له خپلو مېنو څخه په زور اېستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې په یادو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلو همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه