ډېر لوستل شوي

غزني کې یوه اورلګېدنه مهار شوه

دغزني د امنیه قومنداني رسنيز دفتر ویلي چې ددې ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند روضې کلي ته څېرمه یې په یوه کور کې د اورلګېدونې مخنیوی کړی دی.
دا اورلګېدنه نن مازیګر(یکشنبه، سلواغې ۲۸مه) د یوه کور په تلخونه کې د ماشومانو د نه پاملرنې په سبب رامنځته شوې ده.
د غزني د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې د اور وژنې ډلګۍ پر وخت سیمې ته رسېدلي او یاد اور یې مهار کړی دی.
یاده دې شي چې دا اورلګېدنه ځاني زیان نه لري او هم د زیات مالي زیان مخنیوی شوی.

اړوند خبرونه