د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې یاد ولایت د نورګرام، کامدېش، وایګل او واما ولسوالیو کې د انګورو ۱۰ بڼونه جوړېږي.
د یاد ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه بڼونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژې له لارې جوړیږي.
مسوولینو ویلي چې ددې بڼونو له جوړېدو سره به نه یوازې د انګورو حاصلات زیات شي؛ بلکې د سیمې بزګرانو ته به کارموندنه هم وشي.