ډېر لوستل شوي

پاکستانیو الوتکو پر پکتیکا نه، وزیرستان کې هوایي بریدونه کړي

پکتیکا کې سیمه ییزو سرچینو امید راډیو ته ویلي چې پاکستانیو الوتکو ددې ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي برید نه دی ترسره کړی او د یاد برید په تړاو اوازې بې بنسټه دي.
ویل کیږي چې دا برید د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر ملکي وګړو شوی دی.
د لومړنیو مالوماتو له مخې دې بریدونو کې لسګونه مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ژوند بایللی دی.
ددې برید د ځاني او مالي زیانونو په تړاو لا هم دقیق ارقام نه دي په ډاګه شوي.

اړوند خبرونه