ډېر لوستل شوي

کونړ کې څه باندې ۶ سوه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې کشف او نيول شوې

له ترهګرۍ سره د کونړ امنیه قومانداني د مبارزې اړوند د نورګل ولسوالۍ امريت ۶۷۰ ګرامه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې کشف او نيولي دي.

د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، په دې تړاو يو تن چې غوښتل يې دغه قيمتي ډبرې په قاچاقي توګه انتقال کړي نيولی دی.

مسوولين وايي، چې دغه نيول شوی کس به د لومړنيو څيړنو وروسته رسمآ د يادی ولسوالۍ قضايي ارګانونو ته ور وپیژندل شي. د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره امنيتي ځواکونو د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د قاچاق د مخنيوي په پار جدي تدابير نيولي دي.

اړوند خبرونه