ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړي

د کورنيو چارو وزارت امنيتي ځواکونو د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړي دي.

د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په خپله اېکس پاڼه ويلي، چې دغه دوه تنه تښتول شوي کسان د يوې شپږکسيزې ډلې له منګولو ژغورل شوي دي.

ښاغلي قانع زياته کړې، چې دغه دوه تنه تښتول شوي کسان د پروان ولايت اوسېدونکي دي او څه موده وړاندې په ايران کې تښول شوي وو، چې د خلاصون په موخه يې له کورنۍ څخه ۱۵۰ زره ډالر غوښتل کېدل. د يادونې وړ ده، چې د ياد وزارت امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

اړوند خبرونه