د ۲۰۵ البدر قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خبر کې ویلي چې
څو ورځې وړاندې دکندهار په دامان ولسوالۍ کې وسله والو غلو له ولسي خلکو څلور پنځوس لکه څلور نوې زره افغانۍ د وسلو په زور اخیستې وې، چې د استخباراتو ځواکونو له لوري یاد کسان وڅارل شول او ټولې پیسې ترې ترلاسه شوې.
مسوولینو ویلي چې دا پیسې یې بېرته اصلي مالکانو ته سپارلي؛ خو عاملین له سیمې تښتېدلي دي.
مسوولینو ژمنه کړې چې یاد غله به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.