د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د سالنګ لویې لارې د پرانېستې خبر ورکړی دی.
نوموړي ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د منسوبینو د هڅو په پایله کې دغه لویه لاره نن سهار ۱۱ بجې له دواړو لورو د وړو او لویو موټرو پر مخ پرانېستل شوې ده. یاده دې شي چې د سالنګونو په ګډون د هېواد یو شمېر لویې لارې د درنو واورو په سبب بندې شوي خو د ټلګټو وزارت یې د ژر تر ژره پرانېستې خبر ورکوي.