ډېر لوستل شوي

غزني کې ۶ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي

د غزني په مرکز، قره باغ او ګیلان ولسوالیو کې ۶ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي.

د قره باغ ولسوالۍ د سورکې په سیمه کې پرون ورځ او تېره شپه ۳ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چي له امله یې یو ښځه ټپې شوې ده.

بله ټرافیکي پېښه د ګیلان ولسوالۍ پښ کندي ته څېرمه د یوه بار وړونکي موټر او موټرسایکل تر منځ رامنځته شوې چې موټرسايکل چلوونکي پکې خپل ژوند بایللی.

ورته وخت کې د غزني ښار درېيمي امنیتي حوزې ته نږدې او روضې کوتل ته څېرمه دوو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه ټپیان شول. د غزني امنیه قومندانۍ ویلي چې مسوولینو پر وخت یادو سیمو ته رسېدنه کړې او ټپیان یې روغتونونو ته رسولي دي.

اړوند خبرونه