ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: لسګونه ځوان افسران فارغ شول

ملي دفاع وزارت د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض ملي پوځي اکاډمۍ څخه د ٢٦٨ تنو ځوانو افسرانو د څلور کلنې نظامي دورې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
دا افسران د خپلو نظامي زده کړو له بشپړولو وروسته نن(پنجشنبه، کب دویمه) د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مسوولینو نویو فارغو افسرانو ته په خپلو خبرو کې ویلی:« تاسو د هېواد مسلکي کدرونه یاست در سپارل شوي مسؤلیت ته متوجې شئ او خپل مسؤلیت د مسلک په رڼا کې مخته یوسئ، کوښښ وکړئ چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړئ؛ په ترلاسه شوو زده کړو بسنه مه کوئ لا نور هم په خپل مسلک کې پوهه ترلاسه کړئ ځکه د دې ملت تاسو ته سترګې دي او تاسو به د ملت زخمونو ته ملهم جوړیږئ.»
ورته وخت کې فارغوشویو نظامیانو د اسلامي نظام دفاع او سرښندنې ته ځانونه چمتو کړي.

اړوند خبرونه