ډېر لوستل شوي

مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاريو سازمان له استازو سره کتلي

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاريو سازمان له استازو سره کتلي دي.

ياد وزارت ويلي، په دې ناسته کې د روغتيايي مرکزونو تجهيز، افغان روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکاريو او د ياد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې ښاغلي جلالي د ياد سازمان همکارۍ اړينه بللې او په بېلابېلو روغتيايي برخو کې يې د مرستو او دوه اړخيزو همکاريو په موخه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د هڅونې غوښتنه کړې ده. ياده دې شي، چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم د مرستې او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه