ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا ۱۲۹ بستونه مسلکي کادرونو ته سپارل کیږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په یوه خبري ناسته کې ویلي چې ۱۲۹ بستونو ته به برېښنایي ازموینې واخلي او د یادې برخې مسلکي کادرونه به پکې وګومارل شي.

بل پلو، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  د تعیناتو رییس مولوي محمد حنان حقاني ویلي، چې له ټولو ادارو غواړي له دوی سره دې برخه کې همکاري وکړي څو دندې اهل کسانو ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړې چې د برېښایي ازموینې له اخیستو یې موخه ازموینو کې روڼوالی دی.

اړوند خبرونه