ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت ۲۲ تنه مجاهدين د ډي‌سي‌توپ له زده‌کړو فارغ شول

د ۲۱۵ عزم قول‌اردو د اوومې سرحدي محمدي لواء ۲۲ تنه مجاهدين د “ډي‌سي‌توپ” له يو مياشتنيو عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ شول.

يادې قول‌اردو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د يادو مجاهدينو د فراغت د مراسمو په مهال د اوومې سرحدي محمدي لواء درستيزوال مولوي محمد مسلکي زده‌کړې ارزښتناکې بللې او له مجاهدينو يې غوښتې، چې په ورسپارل شويو دندو کې بايد پوره پوهه او مهارت ترلاسه کړي.

ياده دې شي، چې تردې وړاندې هم د دې لواء د توپچي امريت له لوري ډېر شمیر مجاهدین د “ډي‌سي‌توپ” له عملي او نظري زده کړو فارغ شوي دي.

اړوند خبرونه