د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکایي ځواکونو د وتنې پرمهال د کابل هوایي ډګر کې د چاودنې د یوه مسوول د سپارنې په پار له اسلام اباد مننه کړې ده.
ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د کابل هوایي ډګر د چاودنې د طراح سپارنه دا په ډاګه کوي چې د داعش او نورو ترهګرو ډلې لا هم په پاکستان کې شته.
ښاغلي مجاهد دې غږیز پیغام کې ویلي، “په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه برید داعش کړی و او بیا چې داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي. دا موضوع په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.”
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال اګست کې یوې چاودنې د ۱۳ امریکایانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.