د افغانستان بانک وايي، له اړوند ادارو سره هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته به د افغان حاجيانو ټول مالي لګښتونه يوازې په افغانيو اخېستل کېږي.
ياد بانک په خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه چاره به د افغانيو پر ثبات مثبت اغېزه پرېباسي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د افغانيو په راکړه ـ ورکړه کې د ملي اقتصاد د ودې لپاره یو اساسي ګام او د ټولو افغانانو ګډ ملي مسووليت دی.