ډېر لوستل شوي

پر حج غوښتوونکو ترلاسه شوې سهميه ووېشل شوه

د ارشاد حج او اوقاف وزارت وايي، په ټول هېواد کې پر حج غوښتوونکو ترلاسه شوې سهميه په شفافه توګه ووېشل شوه.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په مرکز او ولايتو کې له علماوو ازموينه اخېستل شوې او بريالي کسان به د معلمينو په توګه د حج د ادينې په موخه سعودي عربستان ولېږل شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د یو تن حاجي لګښت ۲۸۲۰۹۰ افغانۍ او د حج د ټولې پروسې لګښت ۸ ميليارد ۲۲۷ ميليونه ۸۷۷ زره او ۳۲۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د ارشاد حج او اوقاف وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتي، چې د راتلونکې (يک‌شنبه کب ۱۹مه) په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه د حج لګښت د تحویلۍ تعرفه ترلاسه او په اړوند بانک کې دې تحویل کړي.

اړوند خبرونه