د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې، د بلخ د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو پخواني رييس شيخ نورمحمد د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د مسلکي او پاليسي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد نن (شنبه، کب ۱۸مه) په خپل رسمي اېکس د ښاغلي نورمحمد د ګمارنې خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د حکومتولي د اصولو په بنسټ وخت نا وخت د مسوولين په دندو کې ادلون او بدلون راولي.