ډېر لوستل شوي

په خوست کې د تېرو دوو اونيو په لړ کې ۱۳ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تور نيول شوي

د خوست امنيه قومانداني د تېرو دوو اونيو په لړ کې د نشه‌يي توکو د پلور په تور د ۱۳ تنو له نيولو خبر ورکړی دی.

د يادې قوماندانۍ وياند طاهر احرار وايي، چې دغه کسان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري د مرکز او تڼيو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، له دې کسانو لسګونه نشه‌يي ګولۍ، دوه کيلو ګرامه چرس، يوه اندازه هيروبين، شيشه او ترياک تر لاسه شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړې، چې دغو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی او له خپلو دوسیو سره یې یو ځای اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

اړوند خبرونه