د خوست د مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چې ددې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ۶۸۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.
دا مرسته د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته او د ګالو موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې ده.
د خوست ولایتي مسوولینو ویلي چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکول شوي.