د پکتیا د امنیه قومندانۍ دفتر ویلي چې امنیتي ځواکونو د یو کشفي او اپراتیفي راپور پر بنسټ په مرکز ګردېز ښار کې ۳ غله نیولي دي.
امنیه قومندانۍ ویلي چې دې کسانو له یوه کوره ۶ لکه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
امنیتي ځواکونو همدارنګه د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یو تن له نږدې سلو ټابلېټ کا ګولیو او ۲۱ د چرسو له پوړیو او لږ شیشې سره نیولی دی مجرمینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي.