د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر «ساډین اییلډیز» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي او سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې ورکولو پروسه کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار شوی دی.
خبرپاڼه کې د اسلامي امارت کرنې وزیر په حواله ویل شوي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا سره به د افغانستان کرنیز محصولات ترکیې ته او له هغه ځایه د درېیمې نړۍ بازارونو ته صادر شي.
بلخوا د ترکیې شارژدافیر «ساډین اییلډيز» ډاډ څرګند کړی چې ترکیه د معتبرو او جدي سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوې برابروي او د همکارۍ ادارو، په ځانګړې توګه د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا) له لارې د افغان بزګرانو د ملاتړ پروګرامونه پلې کوي.
نوموړي ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت سره د اصلاحشویو تخمونو، کرنیزو تخمونو وېشلو او په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخو کې همکاري کړې ده.

