ډېر لوستل شوي

کابل او تخار کې درې تنه د نشه‌يي توکو په تړاو نيول شوي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تخار ولایت کې یو کس د ۲۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

ياد وزارت وايي، نیول شوي کس تریاک په یوه موټر کې په پټه ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی.

په ورته مهال، د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه نور کسان له ۲ زره او ۳۶۵ نشه‌يي ګوليو سره نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې تړاو نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیات به دوام ولري.

اړوند خبرونه