د غزني امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رياست په دې ولايت کې د يوې مېرمنې د خپل خاوند له يو کلن ظلم څخه له ژغورنې خبر ورکړی دی.
ياد رياست وايي، چې محتسبینو د یادې میرمنې خاوند ته د ښځو د حقونو په تړاو پوهاوی ورکړی او ټول شرعي حقوق یې ورته بیان کړي او دغه راز يې د بیا ځلي نه کولو توصیه هم ورته کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې میرمنې خاوند له کړي عمل څخه پښیماني ښودلې او په راتلونکي کې یې د نه کولو ژمنه وکړه.
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو فردي او کورنۍ ستونزې اورېدلې او د شریعت په چوکاټ کې يې ورته د حللار لټولې دي.