بیجېنګ تازه ویلي چې د هر هغه چا په وړاندې به په پرېکنده ډول ودریږي چې ددې هېواد ګټې ننګوي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له امریکا سره شخړې د سلامشورو او خبرو له لارې حلوي، خو د بېجېنګ زیانمنېدل نه شي منلی.
چین وروسته له هغې دا خبره کو ي چې په دې وروستیو کې د امریکا او چین سوداګریزې ناندرۍ زیاتې شوي او ډونالډ ټرمپ د تعرفو د لا ډېرولو کوښښ کوي.
یاده دې شي چې ډونالډ د چین په ګډون د ګڼو هېوادونو پر وړاندې تعرفه لوړه کړې ده.