ډېر لوستل شوي

د پاکستان پوځي رژيم تيری؛ “د نړيوال بشري قانون درناوی دې وشي”

يوناما د پاکستان پوځي رژيم له لوري د سپټمبر په ۲۱ د کونړ په نورګل او د پکتيکا په برمل ولسواليو هوايي بريدونو کې د دري ملکي وګړو شهيدانول تاييد کړي دي.

يادې ادارې ويلي، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې او نجلۍ په ګډون درې کسان شهيدان شوي او څلور نور ټپيان دي.

يوناما یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون د درناوي غوښتنه کړې ده.

دا په داسې مهال ده چې د پاکستان پوځي رژيم تېره شپه د تل په څېر يو ځل بيا د افغانستان هوايي حريم نقض او د بې‌ګناه افغانانو کورونه يې بمبار کړي دي.

اړوند خبرونه