په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت وايي، د «ټاپي» ګاز نللیکې د یوې مهمې برخې له بشپړېدو سره به افغانستان او له هغه وروسته پاکستان ته د ګاز لېږد په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي.
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف ویلي، تمه ده د دې نللیکې د سرحداباد–هرات برخه د روان کال تر پایه بشپړه شي.
د «ټاپي» نللیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دې لپاره طرحه شوې چې هر کال له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز ولېږدوي.

