ډېر لوستل شوي

قزاقستاني پلاوي سره د مخابراتي او ډیجیټلي چوپړونو پر پراخونې بحثونه شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍسرپرست وزیر  مولوي نجیب الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال ژومان ګارين سریک ما کاشویچ او لوړ پوړي مله پلاوي سره کتلي دي.

افغان او قزاقستاني مسوولینو د تورغونډۍ  رېل پټلۍ په اوږدو کې د مخابراتو او نوري فایبر شبکې د غځونې، ډیجیټل حکومتولۍ، سایبر خوندیتوب، د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او پراختیا او همدا راز ورته نورو موضوعاتو په تړاو د ګډې همکارۍ په موخه دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

دې کتنه کې مولوي نجیب الله حیات حقاني د کابل او استانې تر منځ اړیکې تاریخي او پیاوړې یادې کړي.

سرپرست وزیر د وزارت اړوند هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د ترویج په موخه د سیسټمونو پر جوړولو، ساییر سکیورټي، د زېربناوو د پیاوړي کولو، افغانستان کې هېوادوالو ته د مخابراتي او انټرنټي جوپړتیاوو برابرولو او پراختیا په  اړه د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې په وروستیو پرمختګونو رڼا اچولې ده.

ورته مهال د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي ژومان ګارین سریک ماکاشویچ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست وزیر  مولوي نجیب الله حیات حقاني له څرګندونو او د مخابراتو او ټکنالوجۍ اړوند د وروستیو پرمختکونو د وړاندې کؤلو په تړاو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې قزاقستان هېواد هم د ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې په موخه  په ګڼو برخو کې زیات شمېر پرمختګونه لري چې له مخې یې د یاد هېواد ۹۴سلنه چوپړونه برېښنایي وړاندې کیږي.

د غونډې په لړ کې ښاغلي ژومان ګارين سریک ما کاشویچ  د تورغونډۍ رېل پټلۍ په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په یاد مسیر د نوري فایبر د شبکې غځونې او پراختیا په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او په دې برخه کې یې لېوالتیا څرګنده کړې ده. تمه ده نن قزاقستاني پلاوي د افغان – قزاق نندارتون په پرانیسته کې هم ګډون وکړي.

اړوند خبرونه