د اسلامي امارت مشرتابه د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت خپل پیغام کې راغلي چې د ا.ا په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هېڅوک پر چا ظلم او تېری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیحالله مجاهد د دې پيغام په خپرولو سره ويلي اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.
په پیغام کې د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتل شوي چې د خلکو خدمت، امنیت، هوساینه او د شرعي احکامو عملي کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د ظلم مخه ونیسي.
د اسلامي امارت مشرتابه همداراز له علماوو، د امر بالمعروف مسوولینو او شتمنو افغانانو څخه غوښتي چې د خلکو د اصلاح، د دیني پوهاوي، د یتیمانو، کونډو، معلولینو، غریبو او راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او مرستو ته جدي پام وکړي.
په پیغام کې د اسلامي امت پر یووالي، د شرعي نظام پر ساتنې او د مسلمانانو لپاره پر دعا کولو هم ټینګار شوی دی.

