د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال شيخ کليمالرحمن فاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفير مولوي بدرالدين حقاني سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې په پاکستان او ايران کې د کډوالو پر وضعيت، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړيکو په پراختيا او د کډوالو په موخه د مرستو د راخپلو په تړاو خبرې کړې دي.
د دې وزارت مالي او اداري مرستيال د کډوالو د ستونزو پر دايمي حل ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په دې برخه کې وزارت پوره چمتووالی لري.
د خبر له مخې، په اماراتو کې د افغانستان سفير د کډوالو د وضعيت ښهکولو او د نړيوالو مرستو په راخپلولو کې د خپلو ديپلوماټيکو هڅو د ګړندۍکېدو ډاډ ورکړی دی.