د افغانستان د سامبو کورش فدراسیون دوو استازيو په یوه نړیوال سیمینار کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د سامبو کورش فدراسیون رييس سید محمودضیا دشتي وایي، چې صدیقالله نعمت د غړي په توګه او اجمل اسحاقزي د ښوونکي (مدرس) په توګه په دې سیمینار کې ګډون کړی دی.
یاد نړیوال روزنیز سیمینار چې په تاشکند ښار کې ترسره شوی، ګډونوالو ته پکې د کورش ورزشي رشتې بېلابېل اړخونه ور زده کېږي.