ډېر لوستل شوي

د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنه؛ پکتيا کې ۱۸ کلاشينکوفونه کشف او ضبط شول

د کورنيو چارو وزارت د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د ۱۸ ميله کلاشينګوفونو له کشف او ضبط خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، دغه کلاشينکوفونه له جنايي جرمونو سره د پکتيا امنيه قومانداني د مبارزې مديريت منسوبينو کشف او ضبط کړي دي.

ويل‌کېږي، چې دغه ۱۸ کلاشينکوفونه له غير مسوولو کسانو سره په غير قانوني توګه ساتل کېدل.

اړوند خبرونه