د پاکستان له بېلابېلا زندانونو تېره ورځ ۱۰۴ تنه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سپين بولدک سرحدي امريت د ثبت او هرکلي کمېټې په حواله ويلي، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي او د يوې ورځې څخه تر ۱۵ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د مسوولين په وينا، چې ياد کسان د نوم ليکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.