ډېر لوستل شوي

خوږیاڼو کې د یوه کور نړېدو ۳ تنه ټپیان کړي

د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ زاوې اسمان کلي کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

مسوولینو زیاته کړې چې په ټپیانو کې یو نارینه او دوې ښځې شاملې دي.

ویل کیږي چې ددې پېښې ټپیان د خوږیاڼو ولسوالۍ مجاهدینو پر وخت ددې ولسوالۍ اویا بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

اړوند خبرونه