ډېر لوستل شوي

د هېواد په لسو ولایتونو کې د ورښت، تالندې او بادونو اټکل

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (چهارشنبه، غویي ۱۷مه) د هېواد په لسو ولایتونو کې د شړکنده بارانونو، تالندې، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د پلازمینې کابل په ګډون د خوست، پکتیا، ننګرهار، لوګر، میدان‌وردګ، پروان، بدخشان، نورستان او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې ښایي سبا پکې شړکنده بارانونه وشي.

د هوا پېژندنې ریاست همدارنګه دې ولایتونو کې د تېزو بادونو، تالندو او سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.

اړوند خبرونه