ډېر لوستل شوي

۲۰۷ الفاروق قول اردو په هرات کې ۶ پوځي وسایط راټول کړل

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پوځي وسايطو د را ټولونې کمېسيون د هرات په اوبه ولسوالۍ کې ۶ عرادې وسايط ترلاسه کړي دي.

د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، په دې وسايطو کې يو امبولانس، درې رېنجر، يو انټرنېشنل او يو ټېلر شامل دی. د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د معلوماتو له مخې، دغه نيول شوي پوځي وسايط د اشغال پر مهال په پوځي تخريب شويو مرکزونو کې له ګټې اخېستنې پاتې وو، چې د ياد کمېسيون له لوري دې قول اردو ته را انتقال شوي دي.

اړوند خبرونه