روسي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوي د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي دي.
افغان پلاوي نن د تاتارستان د ولسمشر په ګډون له تاتارستاني مسوولینو سره کتلي دي.
یاده دې شي چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د کازان په شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په پار کازان ښار ته تللی دی.