ډېر لوستل شوي

د ا.ا. په راتګ د ماسټرۍ او دوکتورا لسګونه برنامې رامنځته شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په امارتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۲۰ او د ماسټرۍ شاوخوا ۶۰ برنامې زیاتې شوي دي.

نوموړي وړاندې ویلي چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د فوق لېسانس برنامو ایجاد او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړې چې یادې برنامې اړتیا او وخت ته په کتو زیاتې شوي دي.

یاده دې شي چې یادې برنامې په طبیعي او ټولنیزو علومو کې ایجاد شوي.

اړوند خبرونه